پوسټ کوډ ۴۴۲۵۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ وږی ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

ناټو وايي په افغانستان کې یې د القاعده یو مهم غړی وژلی

تاند - ناټو او افغان ځواکونو د القاعده شبکې یو افغان غړی، چې په ګوانتنامو کې یې حبس تېر کړی او افغانستان ته ستون شوی و، وواژه.

په افغانستان کې د ناټو ویندوی جوستین براکهوف وویل صابر لعل مېلمه، چې له پنځه کاله قیده وروسته په ۲۰۰۷ میلادي کال کې خوشي شو، د وسله والو سخت دریځو د حملو د تنظیمولو او د مالي ملاتړ لپاره په کونړ کې فعالیت کاوه.

د ناټو ځواکونو د ویندوی په خبرپاڼه کې مېلمه د القاعده شبکې مهم غړی بلل شوی او ویل شوي چې نوموړي په افغانستان او پاکستان دواړو کې له القاعده شره اړیکې لرلې.

افغان او ناټو ځواکونو د جمعې په شپه په جلال اباد کې د ملېمه کور محاصره کړ او کله چې دی د کور له ودانۍ له کلاشینکوف سره راووت، ډزې یې پرې وکړې او ویې واژه.


افغان او ناټو ځواکونو په دغه کور کې څو تنه نور ونیول.


په کور کې یوه ساتونکي محمد ګل وویل، یوشمېر امریکايي پوځیان د شپې په یوولس بجې له دېواله واوښتل او پر کور یې برید وکړ، مېلمه یې وویشت.درې نور یې ونیول.


محمد ګل وویل چې مېلمه د اګست په میاشت کې د پنځو ورځو لپاره نیول شوی و.

مېلمه د ګوانتنامو لومړنی خوشي شوی بندي نه دی چې بیا له سخت دریځو سره یوځای کېږي.


په ۲۰۰۹ کې پینتاګون ویلي و چې له ګوانتناکو څخه ۶۱ خوشي شوي بندیان له سخت دریځو سره یوځای شوي او جګړه کوي.


له ګوانتنامو څخه شاوخوا ۵۲۰ تنه بندیان خوشي شوي یا نورو ځایونو ته لېږل شوي دي.

مېلمه د ۲۰۰۲ کال په اګست کې د کونړ په مرکز اسعداباد کې له امریکايي پوځیانو سره د کتنې په مهال نیول شوی او د هماغه کال په اکتوبر کې ګوانتنامو ته لېږل شوی و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement