پوسټ کوډ ۴۴۲۱۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ وږی ۱۳۹۰ ۰۹:۲۵

د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسیې درې اړخیزه سرمشریزه

تاند - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ به د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسیې د مشرانو څلوراړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه وزارت د ویندوی جانان موسي زي له قوله راغلي چې د څلورو هیوادونو مشران به په دې غونډه کې پر اقتصادي، کلتوري همکاریو او له تروریزم او مخدرو موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسیې څلور اړخیزه غونډه لومړی پلا په ۲۰۰۹ ع کال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په هدف پیل شوه.

جانان موسي زي ویلي چې د څلورو هیوادونو د دوهمې سرمشریزې کوربنه روسیه وه خو اوس درېمه غونډه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې جووېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د څلورو هیوادونو ولسمشران به په خپله درېمه سرمشریزه کې ګډون وکړي او تمه ده چې دوی به د تېرو غونډو په شان بیا هم په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement