پوسټ کوډ ۴۴۱۷۹
نیټه خپرول: شنبه ۵ وږی ۱۳۹۰ ۱۰:۱۰

افغانستان او تاجکستان د برېښنا په معامله کې موافقې ته ونه رسېدل

د تاجکستان چارواکي افغانستان ته د برېښنا د صادرولو په برخه کې له افغان چارواکو سره موافقې ته ونه رسېد ل او داسي ښکاري چې افغانستان او پاکستان ته یې د برېښنا د خرڅلاو چانس له لاسه ورکړ.

د تاجکستان د اوستا خبري اژانس د راپور له مخې افغانستان له تاجکستانه د یوه کال په تضمین د برېښنا د رانیولو غوښتنه لرله خو تاجکستان له دې کبله چې په مني او ژمي کې د برېښنا له کمښت سره مخامخ وي نه شي کولی چې له افغانستان سره موافقه لاسلیک کړي.

ټاکل شوې وه چې تاجکستان د سږکال د اسد له نولسمې نېټې افغانستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي خو تراوسه پوري دا کار نه دی شوی.

افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي خو په وروستیو کې ډېره برېښنا له ازبکستانه واردوي.د ازبکستان برېښنا تر پلازمېنې کابل پوري غځېدلې ده.

ترکمنستان هم هڅه پیل کړې چې افغانستان ته قوي مزي وغځوي او پنځه سوه کیلواټه برېښنا صادر کړي.

که تاجکستان افغانستان ته د برېښنا د صادرولو په برخه کې خپله ستونزه ژر حل نه کړي، افغانستان او پاکستان به د انرژۍ له بډایو هیوادونو لکه ازبکستان او ترکمنستان څخه د برېښنا واردات پیل کړي.

اسیا پلس خبري اژانس هم د تاجکستان د انرژۍ د وزارت د چارواکو په قول راپور ورکړ چې د تاجکستان برېښنا د افغانستان لپاره یو امتیاز دی ځکه چې د تاجکستان د برېښنا بیه د ازبکستان د برېښنا نیمايي ده.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر عبدالغفور ارزو وویل: څرنګه چې موږ د تاجکستان برېښنا ته اړتیا لرو هر کار چې افغانستان او پاکستان ته د تاجکستان د برېښنا د صادرولو لپاره پکار وي موږ یې کولو ته تیار یو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement