پوسټ کوډ ۴۴۰۸۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۰ ۱۰:۱۱

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر امو سین بل پُل جوړ شو

تاند - د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د سې شنبي په ورځ د پامیر په برخه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر اموسین یو بل پُل افتتاح کړ.

تر دې مخکې د افغانستان د بدخشان او تاجکستان ترمنځ څو پلونه جوړ شوي چې تر ټولو لوی او مهم یې د شېرخان بندر په برخه کې پر اموسین د امریکا په مرسته جوړ شوی دی.

د بدخشان په برخه کې پر اموسین مخکې هم یو پل جوړ شوی و، چې د شېرخان بندر تر پله کوچنی دی، هغه هم د اغا خان په مرسته جوړ شوی خو په شېرخان بندر کې پر امو سین لوی پُل د امریکا په پنځه دېرش ملیون ډالره مرسته ودان شوی او اوس د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د راکړې ورکړې لویه برخه د همدغه پله په وسیله ترسره کېږي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، چې پرون د نوي پله د پرانستنې په مراسمو کې حاضر و، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اړیکو د لا زیاتېدا هیله وکړه.

دا پل هم د اغا خان د فونډېشن په مالي مرسته او د افغانستان او تاجکستان د حکومتونو په موافقه جوړ شوی.

د نړۍ د اسماعلیانو مشر اغا خان له دې کبله چې د تاجکستان د بدخشان اوسېد
د شېرخان بندر په ساحه کې پر امو سین پل د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو په ګډه پرانستی و
ونکي اسماعیلي مذهبه دي او د افغانستان په بدخشان کې هم اسماعلیان اوسي، په دې سیمه کې د بیا رغونې ګڼې پروژې اجرا کړي دي.

د اغا خان په مالي مرسته نوی پُل، چې درې ملیون ډالره پرې لګېدلي، د دېرش ټنه وزن ظرفیت لري.له دې پله څخه په استفادې سره به د سین په دواړو خواوو کې شاوخوا اویا زره افغانان او تاجکان راشه درشه او تجارتي راکړه ورکړه کوي.

حاضر دمه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پنځه لوی پلونه موجود دي چې ټول د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کېدو او په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوي نظام له جوړېدو وروسته ودان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement