پوسټ کوډ ۴۴۰۴۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۰ ۱۲:۱۲

د دایکندی ولايت د دارالمعلمین نوی ودانۍ پرانیستل شوه

 نن د روان کال د زمری د میاشتي په ۲۴ نیټه د دایکندی ولایت د دارالمعلمین نوی ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې رئیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود پرانستل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړکې د ۱۴۱ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجی څخه د پیش قدم ساختمانی شرکت لخوا جوړه شوی، چې ۱۰ درسي ټولګی، ۳ ادری خونې ‎، ۵ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه، د زده کوونکو لپاره ۲۰۰ پایی میز او چوکي او نور د اړتیا وړ ملحقات لری.
د يادونې وړ ده چې د نوموړي ودانۍ په جوړولو سره به د دارالمعلمین د محصلینو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement