پوسټ کوډ 43964
نیټه خپرول: سه شنبه 18 زمری 139014:37

د سولې عالي شورا له ملي شورا یوه ګډه کمېټه جوړوي

د سولې عالي شورا غواړي، چې په هېواد کې د سولې د روانو هلو ځلو د لا موثره کولو لپاره د ملي شورا له دواړو جرګو سره یوه ګډه کاري کمیټه جوړه کړي.

د سولې عالي شورا په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، چې تیر ماښام د دې شورا مشرتابه د ملي شورا د دواړو جرګو له مشرانو سره په روژه ماتې کې د دې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اعلامیې له مخې د ملي شورا مشرانو دا غوښتنه منلې او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement