پوسټ کوډ ۴۳۹۲۲
نیټه خپرول: شنبه ۱ زمری ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

۴ تنه د نشه يي توکو قاچاقبران په بند محکوم شول

 د نشه یې توکیو پر ضد عدلي او قضایي مرکز وایي، چې د مخدرو موادو او الکولي مشروباتو څلور تنه قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي دي.

دې مرکز په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دا قاچاق کوونکي د کابل، ننګرهار او نیمروز ولایتونو اوسیدونکي دي او له یو نیم کال څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا اورول شوی ده.

ویل شوي چې د نشه یي توکیو او مسکراتو د جرایمو استیناف محکمې د روان کال په دریو میاشتو کې یو سلو او درې اتیا تنه قاچاق کوونکي مجازات کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement