پوسټ کوډ ۴۳۹۰۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۰ ۱۴:۱۲

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور نیول شوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، ننګرهار، سرپل، کندهار، هلمند نیمروز او لوګر ولایتونو کې وژل شوي او نیول شوي.

په خبرپاڼه کې د وسلو او مهاتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی.

بل خوا د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار وايي، چې تیره شپه په دې ولایت کې د یوې امنیتي کمپنۍ 7 موټره سوځول شوي او یو موټر چلوونکي وژل شوی.

ده وویل، چې دغو موټرو بهرنیو ځواکونو ته اکمالات کول.

خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي، چې په زابل کې یې ۲۸ موټره سوځولي او ۶ ساتوونکي یې وژلي.

د زابل چارواکي دا ادعا نه مني.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement