پوسټ کوډ ۴۳۸۷۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ زمری ۱۳۹۰ ۱۲:۱۸

په ننګرهار ولايت کې په دوه و بيلابيلو ترافيکي پېښو کې ٥ تنه مړه او ٧ تنه نور ټپيان شول

تيره شپه ٧ نيمې بجې دتورخم جلال اباد په لويه لار ديوې ترافيکي پېښې له ا مله پنځه تنه مړه او پنځه نور زخميا شول .
دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو مارسټيز موټر له تورخم څخه دجلال اباد په لور او يو ټيلرموټر له جلال اباد څخه د تورخم په لور روان وه.
په دغه ترافيکي پېښه کې ٥ تنه وژل شوي او ٥ نورټپيان دي چې په وژل شويو کسانو کې يې دوه ميرمنې او درې نور نارينه دي .
دپېښې لامل تيزرفتار او دموټرچلونکو بې غورې په ګوته شوېده .
ديو بل خبر له مخې نن سهار د ٨ بجو په شاوخوا کې دننګرهار ولايت دبټې کوټ ولسوالۍ دباريکاب په سيمه کې ديوټوډي ډوله موټر په ګډون يو زرنج او سراچه موټرو سره ټکر کړى دى چې په دغه پېښه کې په زرنج کې دوه تنه ټپيان شوي دي ، چې له پېښې وروسته ټپيان دغني خيلو نږدې روغتون د تداوۍ په موخه وړل شوي دي . 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement