پوسټ کوډ ۴۳۸۵۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۱ زمری ۱۳۹۰ ۱۱:۳۴

نړېوالو ځواکونو د نورستان د والي ادعا رد کړه

 د نورستان والي جمال الدين بدر د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي و، چې د ناټو ځواکونو د دوشنبې په شپه په دغه ولايت کې د پوليسو پر يوې پوستې په هوايي حمله کې څلور تنه پوليس وژلي او دولس نور يي ژوبل کړي دي.

په همدې حال کې په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازي حافظ عبدالقيوم ازادۍ راډيو ته د دې پېښې په اړه وويل، چې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې تر لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا ايساف وايي چې د دوي د ځواکونو په بريد کې درې تنه وژل شوي او دوي باور لري چې دا کسان پوليس نه دي خو د پوليسو يونيفورم يې په تن و.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د ايساف ويندوي همدا راز وويل، په وژل شوېو کسانو کې يوه تن د ښځو جامې اغوستې وې او دوي ټولو له ياغيانو سره تماس درلود.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement