پوسټ کوډ 43842
نیټه خپرول: دوشنبه 10 زمری 139011:22

نورستان:نړېوالو ځواکونو پر امنیتي پوستو بمبار کړی

د نورستان ولايت دواما ولسوالۍ په کوردر سيمه کې د نړېوالو هوايي ځواکونو د شپې پرامنيتي پوستو بمبار کړى چې په نتيجه کې يي له لسو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي.

په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازي حافظ عبدالقيوم پر تیليفون ازادۍ راډيو ته وويل، چې له تېرې يوې اونۍ څخه افغان ځواکونو د نورستان مرکز پارون او واما ولسوالۍ ته د غزيدلي سرک د پرانیستلو او دغو سيمو ته د خوراکي او نورو اړينو موادو د رسولو لپاره يو لوی کاروان روان کړى دى، چې د کاروان يو شمېر موټرې پارون ته رسيدلي او لاره د ترافيکو پر وړاندې پرانیستل شوې ده.

هغه وويل، د کاروان د امنيت د ساتلو لپاره له واما ولسوالۍ او پارون څخه يو شمېر پوليس د کوردر سيمي ته راغلي و، چې پر خپلو پوستو يي د افغانستان دري رنګه بيرغونه ودرولي و، چې د شپې له خوا د نړېوالو ځواکونو الوتکو بمبارکړي دي اوپه ترڅ کي يي اته تنه وژلي او په همدې اندازه ټپيان شوي دي.

هغه وويل، په ټپيانو کې د يوې امنيتي پوستې قومندان علاالدين خان هم ټپي شوى دى، چې ټپونه يي ژور دي.

حافظ عبدلقيوم وايي، نړېوالو ځواکونو يو شمېر پوليس ځان سره ژوندي هم نيولی دی.

هغه وايي، د ټپيانو او مړو پوره شمېر او پيژندګلوي ځکه مشکله ده، چې سيمې د نړېوالو ځواکونو له خوا څوک نه پريښودل کيږي.

د سيمې يو تن اوسيدونکي مولوي احمد شاه ازادۍ راډيو ته د وژل شوو پوليسو د پيژندګلوي پر اړه وويل، په وژل شوو کې درې ګجر، يو پښتون، دوه د وانت ولسوالۍ د نيشګرام، يو د پيار او د يو د کوردر اوسيدونکى
تر اوسه د نورستان امنيتي مسولينو او نړېوالو ځواکونو د پېښې پر اړه څه نه دي وئيلي.

دوه مياشتې وړاندې د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې هم پر پوليسو بمبار شوى و، چې له امله يي پر لسګونو پوليس وژل شوي او ټپيان شوي و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement