پوسټ کوډ ۴۳۷۴۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۳ زمری ۱۳۹۰ ۱۳:۳۲

کروکر:امریکا له افغانستانه په وتلو کې بیړه نه کوي

 په افغانستان کې د امریکا نوی سفیر وایي، متحده ایالات له دې هېواده په وتلو کې بیړه نه کوي او خبر داری یې ورکړ، هغه څه چې په راتلونکو میاشتو کې په دې هېواد کې پیښیږي، تاثیرات به یې په ټوله نړۍ پریوځي.

رایان کروکر نن په افغانستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه لوړه وکړه.

کروکر وویل، متحده ایالات د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې له افغانستانه په سمه توګه ونه وت، چې په نتیجه کې یې دا هېواد په کورنۍ جګړه کې ښکیل شو، طالبانو سر راپورته کړ او القاعده له افغانستانه د خپلې اډې په توګه کار واخیست او پر امریکا یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تروریستي حملې ترسره کړې.

رایان کروکر دغه راز وویل، متحده ایالات لیواله نه دی چې په افغانستان دایمي اډې ولري.

رایان کروکر زیاته کړه، دی ډاډه دی چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ټولو محارب ځواکونو له وتلو وروسته به بیا هم امریکا له افغانستان سره وي او پرې به نږدي چې طالبان بیا واک ته ورسیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement