پوسټ کوډ ۴۳۶۹۲
نیټه خپرول: شنبه ۱ زمری ۱۳۹۰ ۰۹:۲۳

فاریاب: د ماین په چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي

د فارياب د پوليسو وياند سيد مسعود يعقوبي ويلي، چ? دا چاودنه د جمع? په ور? د قيصار په ولسوال? ک? شو? ده.

 په فاریاب کې د یو ماین چاودنې پنځه تنه ملکیان وژلي دي. د فاریاب د پولیسو ویاند سید مسعود یعقوبي ویلي، چې دا چاودنه د جمعې په ورځ د قیصار په ولسوالۍ کې شوې ده.

د نوموړي په وینا د ملکیانو موټر د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پر ماین وربرابر شو.

ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د فاریاب په یو شمیر سیمې کې د حکومت د وسلوالو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او عام خلک وروستیو ناامنیو اندېښمن کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement