پوسټ کوډ ۴۳۵۵۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۰ ۱۳:۲۷

ارزګان: په یوې چاودنه کې ۸ تنه ملکیان وژل شوي

په ارزګان کې یوې چاودنې لږ تر لږه اته کسه وژلي، چې د چاوراکو په وینا ملکي وګړي دي.

د ارزګان د امنیی قومندان فضل احمد شیرزاد ازادي راډیو ته وویل، چې دا چاودنه تیره شپه د ملکي خلکو د سپرلۍ په یوه موتړ شوې او د ده په خبره په وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

د راپورونو له مخې دا موټر له خاص ارزګان څخه د غزي په لور روان و، چې په یو خښ شوي ماین وښوت.

که څه هم تراوسه پورې چا د چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو امنیتي چارواکي وایي، چې دا ماینونه د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا اېښودل کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement