پوسټ کوډ ۴۳۵۵۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۰ ۱۲:۱۰

لوګر: د نړېوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې مکلي کسان وژل شوي

د دغه ولايت په ازره ولسوالي ک? د ن?يوالو ?واکونو په هوايي بمبار? ک? يو شم?ر ملکيانو ته مر? ژوبله او?ت? ده.

د لوګر چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ازره ولسوالی کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکیل وایي، چې دغه عملیات تیره شپه دولس بجې د ازرې ولسوالۍ د څنګ درې د خراپې پر کلي باندې شوې، چې په کې۱۶ کسه مړه او پنځه ټپیان دی.

د ډاکټر وکیل په وینا، په دغه هوایي بمبار کې، دوه کلي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

″ویل کیږي، چې بېګاه شپه یوه بده پېښه شوې ده، چې ډېري قربانیان یې ښځې او ماشومان دي، دوی ته غلط راپور ور رسېدلی دی، چې په دې کورونو کې به طلبان او یا بهرني طالبان وي، چې دوی به دا کورنه کورډینه کړي وي. خو زه چې کوم راپور لرم او زه هم د دې سیمې اوسېدونکی یم، ټول قربانیان یې ملکي اوسېدونکي دي.

دا عملیات په مشرقي کې د نړیوالو د هوايي ځواک له خوا شوي دي.″

د ډاکټر وکیل د معلوماتو له مخې، د لوګر امنیه قومندانۍ وایي، چې ښایي په دغو کورونو کې مخالفین پټ وو.

بل لور ته، د سیمې څخه یو عیني شاهد ازادي راډیو ته ویلي، چې په دغه پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس کسه مړه او یوولس ټپیان شوي دي، چې ټول عام خلک دي.

خو بهرنیو ځواکونو بیا تر دې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. 

سرچينه: ازادي راديو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement