پوسټ کوډ ۴۳۴۹۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۰ ۰۹:۲۲

امریکا د روسیې پر ځای د اکمالاتو لپاره نورو لارو ته مخه کړې

تاند - واشنګټن پوسټ او د روسیې یوې ګڼ تېراژې ورځپاڼې د پنجشنبې په کڼه کې لیکلي چې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې خړپړتیا سبب شوې چې د روسیې له لارې د امریکا د پوځي وسایلو ترانزیت زیات شي.

د روسیې د نزاویسیمایا ګزتا ورځپاڼې له راپور سره په یووخت د پنجشنبې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله هغه تبصره بیا خپره کړه چې د روان جولای په درېمه نېټه یې په همدې اړه چاپ کړې وه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنجشنبې په ګڼه کې د پاکستان د ترانزیتي لارو له درکه د امریکا پر اندېښنې د تبصرې په ترڅ کې لیکلي چې د پاکستان پر لارو د امریکا د اندېښنو له زیاتېدو سره په یووخت په افغانستان کې د امریکا پوځ د اکمالاتو لپاره هوايي او همداراز د منځنۍ اسیا لارو ته مخه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چې امریکا وېره لري چې پاکستان به خپلې لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ بندې کړي.
امریکا له دې لارې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته خوراکي مواد، تېل، وسلې او نور وسایل لېږدوي. 
د ورځپاڼې له مخې، سره له دې چې پاکستان په ښکاره تر اوسه پوري نه دي ویلي چې خپله لار به د ناټو ځواکونو پر کاروانو بنده کړي خو د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون مقامات وايي چې دوی وېره لري چې د امریکا او پاکستان د خرابېدونکو اړیکو په نتیجه کې به ممکن پاکستان خپله لار بنده کړي.
د پاکستان او امریکا اړیکې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د پاکستان خاورې ته د امریکا د کومانډو ځواکونو د اوښتو له کبله خړپړشوي دي.
ورځپاڼه وايي چې د پاکستان پر ځای له نورو لارو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اکمالات به د دوی مصرف خورا زیات کړي او له بلې خوا به امریکا د منځنۍ اسیا پر دیکتاتورو هیوادونو لا ډېره متکي کړي.
جګپوړي امریکايي مقامات وايي چې پوځ یې غواړي چې د پاکستان له لارې اکمالات دوام وکړي، ځکه چې دا لار افغانستان ته تر ټولو نژدې او ارزانه ده خو پینتاګون غواړي چې د ضرورت په صورت کې متبادلې لارې هم ولري.
افغانستان اوبو یا سمندر ته لار نه لري له منځنۍ اسیا او پاکستان پرته په لوېدیځ کې یې ایران پروت دی چې له امریکا سره دښمن دی.دې وضعیت د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ته زیاتې متبادلې لارې نه دي پرې ایښي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه مقام، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل:«یا د پاکستان لاره ده او یا هم د منځنۍ اسیا- دا هغه دوه انتخابونه دي چې موږ یې لرو. غوره ګڼو چې دواړه لارې ولرو او یوازې پر یوې متکي ونه اوسو بلکې تل د متبادلو لارو امکان ولرو.»
د امریکا د دفاع وزارت مقامات وايي که د پاکستان لارې بندې شي دوی د اضطراري حالت لپاره نور پلانونه لري.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي چې د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته اکثره تلونکي مواد د ازبکستان له لارې تېرېږي چې رژیم یې د بشري حقونو بده سابقه لري.

تر ۲۰۰۹ ع کال پوري د ناټو په سلو کې نوي اکمالات د پاکستان له لارې کېدل.دا مواد د سمندر له لارې د کراچۍ بندر ته رسول کېدل او له هغه ځایه د پاکستان په اورګاډي کې د افغانستان تر پولو پوري رسول کېدل.
خو اوس په سلو کې څلوېښت اکمالات د افغانستان د شمالي ګاونډیو له لارې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته رسېږي.امریکايي پوځیان وايي چې دوی غواړي چې د افغانستان د شمال له لارې د اکمالاتو اندازه د کال تر پایه پوري په سلو کې ۷۵ ته ورسوي.
امریکايي مقامات وايي چې دوی د قزاقستان او ازبکستان له چارواکو سره خبرې کوي چې د دوی د هیوادونو له لارې د کال تر پایه پوري په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته اکمالات زیات کړي.
امریکا همداراز هڅه کوي کې چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو او روسیې سره موافقه وکړي چې له افغانستانه خپل ایستل کېدونکي زغرګاډي او پوځي وسایل د دوی د خاورې له لارې وباسي.
حاضردمه د منځنۍ اسیا له هیوادونو او روسیې سره د امریکا موافقه یواړخیزه ده یعني د دغو هیوادونو له لارې افغانستان ته اکمالات کولی شي خو له افغانستانه د دغو هیوادونو له لارې خپل تجهیزات او وسایل نه شي ایستلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement