پوسټ کوډ ۴۳۴۹۲
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۰ ۰۸:۴۳

د امریکا د بهرنیو چاروږ وزیره له هندي چارواکو سره پر افغانستان خبرې کوي

هند له طالبانو سره د افغانستان او امريکا د سول? د خبرو په باب اند??نه لري او په د? پروسه ک? د پاکستان د زيات?دونکي نفوذ په و?اند? نارضايتي ?يي.

تاند - د روانې جولای په اتلسمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلیري کلنټن هند ته ځي چې له هند سره د اتومي ټکنالوژۍ د همکاریو او د افغانستان او پاکستان د حالت په باب د متحدو ایالتونو پر اندېښنو خبرې وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره به له هندي چارواکو سره له افغانستانه د لومړنیو امریکايي پوځي قطعو د وتلو په درشل کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې سره سم به په یوه کال کې ۳۳ زره امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

هند له طالبانو سره د افغانستان او امریکا د سولې د خبرو په باب اندېښنه لري او په دې پروسه کې د پاکستان د زیاتېدونکي نفوذ په وړاندې نارضایتي ښيي.

له مېرمن کلنټن سره به د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د هند د خبرو د پرمختګ او په سیمه کې د ترهګرۍ د خطرونو په باب مالومات وړاندې کړي.

مېرمن کلنټن به د هند له بهرنیو چارو وزیر ایس.ایم کریشنا سره د ستراتیژیکو خبرو لپاره په هند کې درې ورځې تېرې کړي.

دې په ۲۰۰۹ میلادي کال د باندنیو چارو وزیرانو په سویه له هند سره د امریکا ستراتیژیکې خبرې پیل کړې.

وروسته له دې چې امریکايي پوځیان افغانستان ته راغلي، پاکستان د امریکا لپاره خپل پخوانی ستراتیژیک اهمیت نه یوازې له لاسه ورکړی بلکې د دې لپاره چې پاکستان د امریکا لپاره ستراتیژیک حیثیت بېرته پیدا کړي له امریکا او افغانستان سره د دغه هیواد(پاکستان) دښمني سبب شوې چې امریکا لا ډېر هند ته نژدې شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement