پوسټ کوډ ۴۳۴۴۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ چنګاښ ۱۳۹۰ ۰۸:۳۲

د پاکستان پوځ په کورمه ایجنسۍ کې عملیات پیل کړل

کورم? ايجنس? ته د امريکا دب? پ?لو?و الوتکو له ب?ر? هم ?? شم?ر سخت دري?ي ت?ت?دلي دي.

وروسته له دې چې په کورمه ایجنسۍ کې د بیت الله مسود د ډلې یو قومندان د پاکستان حکومت ته واوښت، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په کورمه ایجنسۍ کې یې د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پولې ته څېرمه یې په کورمه ایجنسۍ کې هوايي او مځکنۍ عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویندوی ډګرجنرال اطهرعباس د کورمې ایجنسۍ د عملیاتو په باب ډېر تفصیل ورنه کړ خو د هغه د هدف په باب یې وویل چې دوی غواړي په دې توګه پاړه چنار ته غځېدلی سړک پرانیزي.

د پاړه چنار د سیمې ډېری اوسېدونکي د افغانستان له لارې تګ راتګ کوي.

دا سیمه پاکستاني طالبانو، چې اکثره له شمالي او جنوبي وزیرستانه ورغلي، محاصره کړې او په تېرو څو کلونو کې یې د پاړه چنار د سیمې پر شیعه وو خونړي بریدونه کړي خو په وروستي یوکال کې د حقاني شبکې په منځګړتوب د طالبانو او شیعه وو ترمنځ نسبي اوربند ټینګ شوی.د منځګړتوب او اوربند په مقابل کې د پاړه چنار توري قبیلې د حقاني کسانو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان خاورې د جګړې لپاره ازاد تګ راتګ وکړي.

کورمې ایجنسۍ ته د امریکا دبې پېلوټو الوتکو له بېرې هم ګڼ شمېر سخت دریځي تښتېدلي دي.

تېره اوونۍ فضل سعید حقاني د پاکستان د طالبانو له تحریکه ووت او ځان ته یې بېل تحریک اعلان کړ. ده وویل چې په دې خاطر له تحریک طالبان څخه بېل شوی چې دې تحریک پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کول خو دی باور لري چې باید د پاکستاني ځواکونو پر ځای په افغانستان کې د ناټو او افغانستان پر ځواکونو بریدونه وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement