پوسټ کوډ 43353
نیټه خپرول: سه شنبه 7 چنګاښ 139013:32
- 0 څرګندونه
- چاپ
د کونړ او کندهار په عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نړیوال ځواکونه وايي، د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې له تیرو درو ورځو په روانو پوځي عملیاتو کې تر سلو زیات کورني او بهرني وسله وال یې وژلي او ټپي کړي دي.
د دغو ځواکونو یو افغان ویاند سباوون هوتک ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې عامه خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبان او حزب اسلامي ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې یې ۱۵ افغان او بهرني سرتیري وژلي، د بهرنیو ځواکونو ویاند که څه هم دوی ته اوښتې مرګ ژوبله تاییدوي، خو د شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې یې ۷ وسله وال مخالفین وژلي او پنځه ویشت نور یې نیولي.
خو وسله والو مخالفینو بیا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.