پوسټ کوډ ۴۳۳۳۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه

په کندوز ولايت کې د زونونو د کرکټ لوبډلو تر منځ د احمدشاه ابدالي سياليو په لړ کې نن د ١٩ کلنو لوبډلې د سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سيالۍ، چې په کندوز ښار کې پيل شوې، په کې د هېواد د پنځو زونونو، مس عينک، بست، امو، بند امير، سپين غر لوبډلې او د ١٩ کلنو ملي لوبډله برخه لري.

د نننۍ لوبې پچه د ١٩ کلنو لوبډلې وګټله او لومړى يې سپين غر لوبډلې ته د توپ وهلو (بيټينګ) بلنه ورکړه. د سپين غر لوبډلې په ٢٤ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٩٦ منډې جوړې کړې او د ١٩ کلنو لوبډلې ته يې د ٩٧ منډو هدف وټاکه.

د سپين غر له لوري زيور ٢٨ او ضمير ١٨ منډې جوړې کړې او د ١٩ کلنو لوبډلې له لوري جاوېد احمدي او رشيد درې، درې او شېر شېرزي دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

د نولس کلنو لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په ديارلسم اوور کې پرته له دې، چې کوم لوبغاړى يې وسوځېږي، ترلاسه او لوبه يې وګټله، ١٩کلنو له لوري جاوېد احمدي ٤٩ او حشمت شاهدي ٤٥ منډې جوړې کړې او دواړه ونه سوځېدل.

د ١٩ کلنو د لوبډلې پياوړى لوبغاړى جاوېد احمدي، چې تر ټولو زياتې منډې يې جوړې کړې او درې لوبغاړي يې هم سوځولي وو، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د سپين غر لوبډلې کپتان باطن شاه له لوبې وروسته د نولس کلنو لوبډلې سست توپ اچوونکو (سپنرانو) ډېره ښه لوبه وکړه، چې له امله يې د دوى لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د نولس کلنو لوبډلې کپتان شېر شېرزي وويل، چې د دوى په بريا کې د پچې ګټل مهم رول ولوباوه. هغه زياته کړه، په پېچ باندې نمي زياته وه، چې له امله يې توپ وهونکي له ستونزو سره مخ کېدل.

تر اوسه په دغو سياليو کې د بست لوبډله په لومړي مقام کې ځاى لري، دې لوبډلې درې لوبې کړې دي، دوه يې ګټلې، يوه يې بايللې او شپږ نومرې لري.

د ١٩ کلنو لوبډلې په پنځو نومرو سره دويم، بند امير په څلورو نومرو سره درېيم ، امو او مس عينک لوبډلې په درې، درې نومرو سره پنځم او د سپين غر زون لوبډلې په يوې نومرې سره په وروستي مقام کې ځاى لري.

سبا ته به د امو او بند امير زونونو لوبډلو تر منځ ددې سياليو وروستۍ لوبه
ترسره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement