پوسټ کوډ ۴۳۳۱۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۰ ۰۸:۲۸

د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه ، نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست په
ماڼۍ کې جوړه شوه.


په دغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، ستر وزیر هدایت امین ارسلا، د ملي دفاع، کورنیو چارو اوبهرنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت لوی رئیس، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې
ادارې رئیس، د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا رئیس او د یو شمېر نورو اړوندو ادارو چارواکو ګډون کړی و، لومړی د ډیورند د کرښې له هغې غاړې څخه دکنړ او ننګرهار په ولایتونو باندې د درندو وسلو د ډزو او د هغو له امله د رامنځته شوې انساني مرګ ژوبلي او مالي زیانونو په اړه خبرې وشوې.



د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ملي امنیت شورا غونډې ته د رپوټونو د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې د ډیورند دکرښې له هغې غاړې څخه دکنړ او ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو باندې د درندو وسلو
شاوخوا ۴۷۰ ډزې شوي چې له امله یې د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ د دغو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.



د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته وویل چې په دې اړه یې په کابل کې د پاکستان سفیر راغوښتی او د دغو ډزو په اړه یې د افغانستان اندیښنه ورته څرګنده کړې ده.



همدا راز حامدکرزي د ملي امنیت شورا ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د ایران د سفر پرمهال یې د پاکستان له جمهوررئیس
آصف علي زرداري سره په کتنه کې د دغو ډزو په اړه خپله ژوره اندیښنه ښکاره کړې او له هغه څخه یې غوښتي دي چې د دا ډول
ډزو له تکرار څخه دې په کلکه مخه ونیول شي، خو پاکستاني لوري ویلې چې دغه ډزي ددوی لخوا نه دي شوي او هغوی به په دې هکله
خپلې څیړنې وکړي.



د ملي امنیت شورا غونډې د کنړ د والي له څرګندونو وروسته چې دغې غونډې ته رابلل شوی و، په کنړ او ننګرهار باندې د درندو وسلو بریدونه په کلکه وغندل او پریکړه وشوه چې یو ځل بیا دې دغه موضوع له
پاکستاني چارواکو سره له نیږدې څخه په جدي ډول مطرح شي چې په راتلونکي کې دا ډول پیښې بیا تکرار نه شي.



په دغه غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي حالت وآرزول شو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس ډاډ څرګند کړ چې له امنیتي ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې کلک تدبیرونه نیولي دي.



د ملي امنیت شورا د لوګر ولایت د ازرې ولسوالي په یوه روغتون باندې د افغانستان د خلکو د د ښمنانو لخوا د تروریستي برید ترسره کول چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول زموږ یو شمېر بې ګناه
هېوادوال ووژل شول، په کلکه وغانده او هغه یې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف عمل وباله.



د غونډې په بله برخه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي
مسوولیتونو د سپارلو او د امریکا د جمهوررئیس بارک اوباما لخوا له افغانستان څخه د دغه هېواد د عسکرو د وتلو د نېټې د
اعلان په باب خبرې وشوې.

د امنیت شورا غونډې پریکړه وکړه چې ژر تر ژره دې افغان امنیتي ځواکونه په لازمو وسلو سمبال او د هغو په پیاوړتیا کې دې
پراخې هڅې ترسره شي ترڅو له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتو نو بهیر په خپل وخت او په ښه ډول ترسره شي.


د هېواد امنیتي چارواکو په دې باندې د ټینګار په ترڅ کې چې د افغانستان ساتنه په خپله د افغانانو دنده ده، ډاډ څرګند کړ چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره به د دې زمینه برابره کړي چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد بهیر په بریالیتوب سره ترسره شي.



د ملي امنیت د شورا د غونډې په لړکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال دیوید پتریوس او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر هم په کنړ او ننګرهارباندي د درندو وسلو د ډزو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
په پای کې یو ځل بیا په دې باندې ټینګار وشو چې له پاکستاني پوځي چارواکو سره دې په کلکه خبرې وشي چې د ډیورند د کرښې له هغې غاړې څخه دې د هرډول بریدونو مخه ونیول شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement