پوسټ کوډ ۴۳۳۰۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ چنګاښ ۱۳۹۰ ۱۳:۳۹

ترکيې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلى وکړ

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پرون له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو د پرېکړې هرکلى وکړ.

د ترکيې د اناتوليا خبري اژانس په حواله، د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل:

”د افغانستان د ستراتيژۍ د پياوړتيا په برخه کې دا يو مهم ګام دى، زموږ ګډ هدف دا دى څو افغانان دا وړتيا پيدا کړي چې خپل برخليک خپله وټاکي“

د امريکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وويل چې په دې کال کې به ١٠ زره امريکايي عسکر له افغانستان څخه ووځي او تر راروان دوبي پورې به ٣٣ زره امريکايي پوځيان خپل هېواد ته ستانه شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement