پوسټ کوډ ۴۳۱۶۲
نیټه خپرول: شنبه ۲۸ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۴:۲۵

کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې تایید کړې

تاند - دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشر د طالبانو او امریکايي مقاماتو ترمنځ خبرې تاییدوي. په دې باب مخکې امریکايي رسنیو او د جرمني شپېګل مجلې راپورونه خپاره کړي وو.

کرزي نن په کابل کې یوې خبري غونډه ته وویل:«له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.بهرني پوځیان او په تېره بیا د امریکا متحد ایالتونه په خبرو کې برخه لري.»


رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا سفارت په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه.
کرزي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو او القاعده تور لیستونه سره بېل کړل څو له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته لار اواره شي.

له دې هیلې سره سره چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بریالیتوب په صورت کې به امریکايي پوځیانو ته له افغانستانه د وتلو لار اواره شي، د دوی خبرې اترې خورا ابتدايي بلل کېږي او لا هغه پړاو ته نه دي رسېدلي چې ټاکونکی پړاو وګڼل شي.

د افغان طالبانو او امریکايي مقاماتو ترمنځ په قطر او جرمني کې د خبرو په اړه لومړی پلا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي په قول د مې په اوولسمه راپور ورکړ . په راپور کې ویل شوي و چې له تېرو څو میاشتو راهیسي د ولسمشربارک اوباما د حکومت د استازو او د وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي او په وروستیو څو اوونیو کې د دوی خبرې لا تېزې شوي دي.

دغه افغان چارواکي د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره امېدواروونکې بللې وې.

افغان چارواکي وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو استازي په قطراو جرمني کې د طالبانو له مقاماتو سره، چې ویل کېږي ملاعمر ته نژدې کسان دي، لږترلږه درې ځلي کتلي. دوی وروستی ځل اته یا نهه ورځې مخکې سره وکتل.
راپورونه وايي، واشنګټن هیله لري چې تر جولای مخکې به له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ وکړي.
په جولای یا سرطان کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو لومړنۍ ډله وځي.امریکايي چارواکو ویلي چې له افغانستانه به د دوی د ایستل کېدونکو ځواکونو شمېر له دې سره تړلی وی چې د افغانستان حالات کوم لوری خپلوي.یعني که د سولې امکانات زیات وي نو ډېر شمېر امریکایان به ووځی خو که وضعیت مخ په خرابېدو شي ممکن کم شمېر امریکايي پوځیان په سمبولیک ډول له افغانستانه ووځي.
نورو امریکايي مقاماتو د دې خبر د تاییدولو په ترڅ کې ویلي چې له طالبانو سره د متفاوتو چاینلونو، د اروپايي او عربي هیوادونو او د غیردولتي منځګړو له لارې خبرې شوي او له دغو خبرو څرګنده شوې ده چې طالبانو مخامخ خبرو ته تیاري ښوولې ده.

واشنګټن پوسټ وايي چې تېر کال هم د طالبانو له مشرانو سره د امریکايي مقاماتو د تماسونو ناکامه هڅه شوې وه.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، څو تنه امریکايي مقاماتو، چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، ویلي چې دا ځل د ولسمشراوباما حکومت زیات باور لري چې د طالبانو استازي به په رښتیا له ملاعمر سره مستقیم تماس ولري او د طالبانو د کوټې په قیادي شورا کې به، چې په پاکستان کې ده، اغېز ولري.

خو د جرمني شپېګل مجلې په یوه راپور کې افشا کړه چې د طالبانو له لوري طیب اغا په خبرو کې برخه لري. دې مجلې لیکلي وو چې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ د جرمني په منځکړتوب مخامخ خو پټې خبرې شوي دي.
شپېګل دا راپور نژدې یوه اوونۍ وروسته له دې ورکړ چې واشنګټن پوسټ هم په جرمني او قطر کې د امریکايي مقاماتو او د ملاعمر د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو په باب مفصل راپور خپور کړ.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې شپېګل مجلې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي مایکل ستینر د امریکايي مقاماتو او طالبانو د خبرو د وروستي پړاو منځګړتوب په غاړه درلود چې د روانې مې په اوومه او اتمه د جرمني په خاوره کې وشوې.

مایکل ستینر یو تجربه کار قاضي او دیپلومات دی چې په کوزوو کې یې د ملګروملتو د پلاوي مشري کړې ده.

د شپېګل له راپور سره سم د امریکا حکومت د ۲۰۱۰ کال له مني څخه له طالبانو سره خبرې کوي او تراوسه پوري یې درې ځلې له هغوی سره مخامخ خبرې کړي دي.

د دې مجلې له مخې د دغو خبرو لومړی پړاو په قطر او دوه نور په جرمني کې شوي دي.

د شپېګل مجلې له راپور سره سم په خبرو کې د امریکايي لوري استازیتوب د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت او د سي آی اې مامورین کوي او د طالبانو له خوا د ملاعمر یو خپل هم په خبرو کې برخه لري.


د

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement