پوسټ کوډ ۴۳۱۲۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۰ ۰۸:۲۴

ګیلاني له امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير توماس نيدز د پاکستان او امريکا ا?يک

تاند - د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د امریکا د بهرنیو چارو د سرچینو او ادارې د چارو له مرستیال توماس نیدز سره په کتنه کې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د یوې داسي ګډې ستراتیژۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان دواړو ګټې خوندي کړي.

ښاغلي ګیلاني پرون په اسلام اباد کې له توماس بیدز سره په کتنه کې وویل:«پاکستان په افغانستان کې د ثبات او امن په راوستلو کې کلیدي رول لري.»

افغان او لوېدیځ چارواکي تل وايي چې د افغانستان د دولت د وسله والو ډلو مشران او جګړې ته د جلب وجذب مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي او د پاکستان پټې ادارې ورسره مالي او تسلیحاتي مرسته کوي.دوی مني چې د پاکستان له کومکه پرته د افغانستان شخړه په هیڅ صورت نه شي حل کېدای.

که څه هم ګیلاني ونه ویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د څه ډول ستراتیژۍ غوښتونکی دی خو ځیني کتونکي وايي چې پاکستان په افغانستان کې د امن د ټینګېدو په بدل کې له امریکا د هماغسي مرستو غوښتنه لري چې امریکا یې له افغانستانه له وتلو وروسته د افغانستان د حکومت د پایېدو لپاره د کرزي له حکومت سره کول غواړي.

ګیلاني وویل:« د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه باید لا جدي خبرې وشي او د امریکا، افغانستان او پاکستان د درو هیوادونو ترمنځ د سولې د پروسې عمومي غونډه او ستراتیژیکې خبرې دې ژر وشي.

د پاکستان صدراعظم همداراز وویل، هیواد یې انرژۍ ته سخته اړتیا لري او له امریکا څخه غواړي چې په پاکستان د برېښنا له مهمو پروژو سره مالي مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر توماس نیدز د پاکستان او امریکا اړیکې د امریکا د ملي امنیت او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره حیاتي وبللې.

کتونکي وايي پاکستان اوس پوهېږي چې د بن لادن مرګ امریکایانو ته ثابته کړې چې دې هیواد د تروریستانو ملاتړ کړی نو اوس چې اوبه له ورخه تېرې دي پر امریکا سخت شرطونه ږدي.

پاکستان پرون د تروریستانو پرضد د ګډو عملیاتو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې پرون د پاکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د جګپوړو چارواکو په غونډه کې د پاکستان په خاوره کې د سي آی اې د مستقلو عملیاتو په اړه د امریکا وړاندیز رد شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement