پوسټ کوډ ۴۳۰۸۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۰ ۰۹:۰۰

په بادغیس کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲طالبان وژل شوي

افغان ملي اردو وايي، چې په بادغیس ولایت کې یې د یو لړعملیاتو په ترڅ کې له پرون راهیسې ۳۲ ‌طالبان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغان ملي اردو قومندان شهزاده زیاتوي، چې له تېرې شپې راهیسې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو څلور پوځیان هم وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې نږدې یولک دېرش زره نړېوال ځواکونه د وسلوالو طالبانو پرضد جګړه کوي.

د هغه پلان له مخې، چې نړېوال ځواکونه به تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې افغان ځواکونو ته ا منیتي چارې په بشپړه توګه سپاري، تمه کیږي، چې په راتلونکي جولاې کې له افغانستان نه د کم شمېر نړېوالو ځواکونو وتل هم پیل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement