پوسټ کوډ ۴۳۰۱۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۳:۴۳

کرزي له پاکستاني چارواکو سره د مهمو خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د روانې اوونۍ په پای کې له پاکستاني چارواکو سره د یوې ډېرې مهمې کتنې لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ شي.

له اسلام اباد څخه د تاند د راپور له مخې پاکستاني چارواکي به د افغانستان ولسمشر ته ډاډ ورکړي چې هیواد یې په افغانستان کې د بشپړې سولې لپاره له افغانستان سره پوره همکارۍ ته تیار شوی دی.

پاکستان ته ولسمشر کرزی په داسي حال کې سفر کوي چې ځینو لوېدیځو سرچینو د پاکستان له لوري د افغانستان له حکومت سره د جلال الدین حقاني د شبکې د چمتو کولو راپورونه ورکړي دي.

تمه کېږي د کرزي د سفر په ترڅ کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیت تړون هم نهايي شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جاوید لودین له پاکستاني چارواکو سره د افغان ولسمشر د کتنو او د ترانزیتي تړون په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته په دوه ورځني سفر رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې خبرې یوه عادي موضوع ده او د لودین روان سفر د همدغو سلامشورو یوه برخه ده.

مېرمن جنجوعه همداراز ویلي چې جاوید لودین اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر او د خبرو د اجنډا د نهايي کولو لپاره راغلی دی.

له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو پرون په اسلام اباد کې د افغانستان د ولسمشر د سفر د تشریفاتو او د خبرو د شرایطو د چمتو کولو لپاره سلامشوره وکړه.

لودین د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیرې حنا رباني کهر سره هم ولیدل.

تراوسه پوري اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر دقیقه ورځ لا نه ده ټاکل شوې خو یوې سرچینې په اسلام اباد کې تاند ته وویل چې کرزی به په راتلونکو دوو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement