پوسټ کوډ ۴۲۹۵۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۰ ۰۸:۱۰

د بامیان د ولایتي شورا رييس وتښتول شو

د پروان ولايت د غوربند ولسوال فضل احمد مجددي د باميان د ولايتي شورا د رييس ب? درکي تاييد ک?ه، وي? ويل چ? جواد ضحاک د وسله والو طالبانو له خوا ت?تول شوي دي

په بامیان کې امنیتي چارواکو ‍پرون وویل چې د بامیان د ولایتي شورا رييس جواد ضحاک د بامیان- کابل په لاره کې د ناپېژندویو وسله والو له لوري تښتول شوی دی.

د بامیان امنیتي چارواکي باور لري چې ښاغلی ضحاک د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې برمته شوی چې د بامیان ډېر خلک اوس د میدان پر ځای له دې لارې تګ راتګ کوي.

تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي چې ښاغلی ضحاک د ساه ګرد ولسوالۍ او چهاردې د سیمې ترمنځ د (پُل غوربند) په نوم سیمه کې پرون(جمعه) تښتول شوی دی.

د بامیان د ولایتي شورا سرچینو تاند ته وویل چې ضحاک د ملا مطیع الله د کسانو له لوري تښتول شوی.دې سرچینې ادعا وکړه چې ملا مطیع الله په حزب اسلامي پوري تړلی قومندان دی دا په داسي حال کې ده چې نورې سرچینې دا خبره ردوي او وايي چې ضحاک طالبانو تښتولی دی.

د پروان ولایت د غوربند ولسوال فضل احمد مجددي د بامیان د ولایتي شورا د ريیس بې درکي تایید کړه، ویې ویل چې جواد ضحاک د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو که دا پېښه تایید شي، دا به په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل وي چې طالبان د بامیان ولایت پر یوه دولتي مقام برید کوي.

بامیان د افغانستان تر ټولو امن ولایت ګڼل کېږي.د دې ولایت اوسېدونکي په تېره بیا دولتي مقامات په میدان وردک کې د امنیتي ستونزو له کبله د پروان ولایت له لارې کابل ته تګ راتګ کوي.

طالبانو تر دې وړاندې په یوه بل بې سابقه اقدام کې د ۳۰۳ نمبر پامیر د پولیسو عمومي قومندان جنرال داود او د تخار امنیه قومندان شاه جهان نوري په یوه چاودنه کې ووژل.دواړه د طالبانو د پخوانۍ مخالفې شمال ټلوالې غړي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement