پوسټ کوډ ۴۲۹۲۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۱:۱۳

کاپیسا:په نښته کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د کاپیسا امنیتي چارواکي وایي، په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تګاب امنیې قومندان پادشاه ګل بختیار نن ازادۍ راډیو ته وویل، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې د نړېوالو ځواکونو پر کاروان د کاپیسا په مرکز کې ځای پرځای شوی ماین وچاودیده چې د دوي یو ټانک یې ویجاړ کړی خو د امنیتي چارواکو په خبره مرګ ژوبله یې نه ده رامنځ ته کړې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل، په دې چاودنه کې یې د کاپیسا په شوخي سیمه کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

امنیتي چارواکي بیا دغه خبره نه مني .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement