پوسټ کوډ ۴۲۹۱۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۳:۵۹

کرزی د روم او ایټالیا د یووالي په کالیزه کې د ګډون لپاره روم ته لاړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له ایټالیايي چارواکو سره د خبرو لپاره نن د یوه پلاوي په مشرۍ ایټالیا ته لاړ.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر کرزی د روانې اوونۍ په پیل کې له ترکمنستانه روم ته لاړ شي خو د جمعې په ورځ په تخار کې د قومندان داود او د تخار د امنیه قومندان له وژل کېدو وروسته یې نه یوازې د ایټالیا سفر وځنډاوه بلکې د ترکمنستان دوه ورځنی سفر یې هم نیمګړی پرېښود.

د ولسمشر کرزي د ویاند له دفتر څخه له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم کرزی د ایټالیا د حکومت په رسمي بلنه د روم او ایټالیا د یووالي په کالیزه کې د ګډون لپاره دې هیواد ته لاړ.

د خبرپاڼې له مخې ښاغلی کرزی به په دې مراسمو کې پر ګډون سربېره د ایټالیا له صدراعظم بارلیسکوني او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان له بیارغونې سره د ایټالیا پر مرستو خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده د دې سفر په لړ کې د افغانستان او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیران په بېلو بېلو برخو د همکاریو د پراختیا یوه موافقه هم لاسلیک کاندي.

له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د باندنیو چارو او اقتصاد وزیران او همداراز ویاند ملګري دي.

کرزی یوه ورځ وروسته له دې ایتالیا ته ځي چې په افغانستان کې یې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو ته د شپې په مخه د چاپو او هوايي بمباریو په وړاندې سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل که بیا هم دا ډول حملو ته دوام ورکړي نړیوالو ځواکونه به غاصبان وګڼي.

ایټالیا هم د ناټو ترمشرۍ لاندې په ایساف کې شاوخوا یونیم زر پوځیان لري چې لویه برخه یې په هرات کې ځای پرځای دي.

د دوشنبې په ورځ لږترلږه پنځو طالبانو په هرات کې د ایټالیايي ځواکونو د پي آر ټي پر مرکز برید وکړ او په لړ کې یې پنځه ایټالیايي پوځیان ټپیان کړل

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement