پوسټ کوډ ۴۲۸۰۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۴ غبرګولی ۱۳۹۰ ۱۱:۱۸

ایساف ځواکونو په هملند کې طالب قومندانان نیولی

 ایساف ځواکونه وایي، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو جګ پوړي قومندانان نیولي دي.

ایساف ځواکونو په خپله ویب پاڼه کې ویلي، دوی د هلمند لپاره د طالبانو مشکوک جګ پوړی قوماندان اود دې ولایت لپاره د طالبانو پخوانی قوماندان په باباجي ولسوالۍ کې د تصفیویي عملیاتو په ترڅ کې چې د مې په ۱۴ترسره شول، نیولی دی.

ایساف وایي، له نیول شویو څخه یو یې د هلمند لپاره د طالبانو د شورا مشر و او دوهم هم تازه له پاکستانه راغلی و، چې دغه دنده ترلاسه کړي. ګومان کیږی دوی دواړه د کوټې د شورا غړي دي.

ایساف وایي، چې دغو دواړه سړو په هلمند کې خلک تهدیدول او د وسله والو فعالیتونو او د طالبانو د عدالت د تامین مسولیت ورله غاړې و.

ایسف د دغو مشکوکو قوماندانو نومونه نه دي اخیستي خو دومره یې ویلي چې په سیمه کې په ترسره شویو عملیاتو کې یوشمیر نوروسله وال طالبان او اتیا کیلو ګرامه تریاک نیول شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement