پوسټ کوډ ۴۲۷۲۸
نیټه خپرول: شنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۰ ۱۱:۱۸

چاودني ١١ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول

د کندهار ولايت مقام رسمي انترنت پانه- په کندهار کي چاودني يو تن ملکي وګړى وواژه او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې لس تنه نور ژوبل کړل.

چاودنه پرون ماځيګر شپږ بجې د کندهار ښار د دويمي امنيتي حوزې اړوندد کارېز بازار سيمه کي د زړو اوسپنو دپېر او پلور په يوه دوکان کي سوې چي پکښي ياده مرګ ژوبل اوښتې ده.

په ژوبلو کسانو کي ٥ تنه ماشومان، دوې تنې ښځې او پاته نور درې تنه يې نارينه دي چي د درملني لپاره روغتون ته وړل سوي دي.

د کندهار د امنيې قومندانۍ اړوند پوليس د پلټني لپاره سيمي ته رسېدلي تر څو د چاودني اصل لامل معلوم کړي.

په دغه پيښه کي دولتي ځواکونو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement