پوسټ کوډ ۴۲۷۱۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ غویی ۱۳۹۰ ۱۳:۵۴

د هلمند په مرکز کې چاودنه شوې

 د هلمند امنیتي مسولین وایي، نن سهار د ملي امنیت په ځانګړې قطعې باندې د لښکر ګاه ښار د کندهار په اډه کې چاودنه وشوه چې چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم د نه اخیستو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، په دغې چاودنه کې یوازې د ملي امنیت یو موټر زیانمن شوی خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په موټر کې سپاره پنځه تنه د ملي امنیت کارکوونکي وژل شوي.

بل لورته د ګرشک امنیې قومندان زمری وایي، تیره شپه لس بجې د ګرشک بازار د موسې کلا اډې ته څیرمه د پولیسو پر پوستې وسله والو مخالفینو برید کړی چې دوه ملکیان په کې ټپیان شوي خو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي وویل د پولیسو په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ځانته اوښتې مرګ ژوبله نه مني او وایي، چې شپږ پولیس یې وژلې او څلور یې ټپیان کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement