پوسټ کوډ ۴۲۶۸۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۷ غویی ۱۳۹۰ ۱۳:۳۸

ایساف په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۰ وسله وال وژلي


ایساف ځواکونو، په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د نږدې دېرش وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړی دی.

ایساف ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې درې ورځې وړاندې پیل شوې وو، د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې پنځه ویشت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

همدا راز ایساف وایي، چې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یې هم په ګډو عملیاتو کې تېره ورځ پنځه وسله وال وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement