پوسټ کوډ ۴۲۶۳۹
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ غویی ۱۳۹۰ ۱۴:۴۲

په ننګرهار کې مظاهره کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې نن په یوه مظاهره کې، چې په تاوتریخوالي بدله شوې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت چارواکو دا پیښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د مسالې د څیړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی دی.

دا مظاهره د هغو عملیاتو په غبرګون شوې، چې پرون د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډه په سیمه کې شوي وو او په کې یو پنځلس کلن ځوان وژل شوی و.

په ځینو رپورټونو کې ویل شوي، چې د دولت ځینې وسله وال مخالفین د مظاهره کوونکو په لیکو کې وردننه شوي و، چې هڅه یې کوله مظاهره په تاوتریخوالي بدله کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement