پوسټ کوډ ۴۲۵۵۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ غویی ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

نورستان له جدي خطر سره مخامخ شوی

تاند- وروسته تر هغه چی د غرني ولایت نورستان یوه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویده، اوس دغه ډله هڅه کوي یو شمیر نورې سیمې هم لاندي کړي.

د نورستان والي جمال الدین بدر وايي چې طالبان غواړي د نورستان په کامدیش، برګمټال او وایګل ولسوالیو کی ځان ته دایمي اډې جوړې کړي.



وایګل ولسوالي په وروستیو کې له لږ مقاومت وروسته طالبانو ولکه کړه.
د ښاغلي بدر په وینا پر نورستان د کنټرول پلان د افغانستان د پولو هغې غاړې ته د طالبانو مشرانو جوړ کړی دی.

اوس د نورستان چارواکي غواړي له هغو پولیسو، چې له مقاومت پرته يې وایګل ولسوالۍ طالبانو ته پرې ایښې، پوښتنې ګروېږنې وکړي.

جمال الدین بدر وايي چې که چیرته په دې برخه کې پولیس سرتیري پړه وخیژي، پوځي څارنوالۍ ته به یې وسپاري.

د نوموړي پر وینا په نورستان کی د ملي اردو او ایتلاف سرتیري نشته نو ځکه طالبان اوس غواړي خپل روزنځایونه د پولو له هغې غاړې دغه ولایت ته را ولیږدوي او دغلته دایمي قرارګاوې جوړې کړي.

جمال الدین بدر: (( دښمن هڅه کوي چې د نورستان له جغرافيایې موقعیت څخه په ګټي اخیستو سره او په ورته وخت کې هلته د کافي امنیتي ځواکونو له نه شتون څخه ګټه پورته کړي او په نورستان ولایت کې پوځي اډې جوړې کړي)).



د نورستان والي وايي چې د وایګل ولسوالۍ تر اوسه هم د طالبانو په ولکه کې ده .

نوموړي وویل چې دغلته د افغان طالبانو په ګډون د ازبکستان، تاجکستان، چیچنیا، پاکستان او عربي هیوادونو شاوخوا اته سوه جنګیالي ځای پر ځای سوي دي.

ښاغلي بدر یو ځل بیا له ملي اردو او ایتلافي ځواکونو څخه غوښتي چې دې ولسوالۍ ته ځواکونه ورولیږي څو د طالبانو له تصرف څخه یې وباسي.



نوموړي وویل چې دوی هومره پولیس سرتیري نه لري چې له شاوخوا اته سوه طالب جنګیالو سره مقابله وکړي او ولسوالۍ بیرته ولکه کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چی د وایګل ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره دوی په یوه ګډ پلان کار کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement