پوسټ کوډ ۴۲۵۰۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۳ غویی ۱۳۹۰ ۱۴:۱۷

د نړۍ مشرانو د اسامه بن لادن د وژنې هرکلی کړی

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني طالبانو پر پاکستان او متحد ایالاتو د حملو ګواښ کړی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي، بان کي مون له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسامه وژنه ډیره مهمه وبلله.

د ناټو عمومي منشي، اندرس فوک راسموسن وویل، د بن لادن وژنه یوډیر لوی بریالیتوب دی، خو خبرداری یې ورکړی چې له ترهګرې سره مبارزه به دوام ولري.

د فرانسې جمهور ریس، نیکولاس سرکوزي، د اسامه بن لادن په موندنه کې د متحد ایالاتو ټینګار ستایلی خو د ایتالیا صدراعظم، سیلویو برلاسکوني د بن لادن وژنه د شر پرضد د مبارزی پایله یا نتیجه بللې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement