پوسټ کوډ 42258
نیټه خپرول: شنبه 27 وری 139011:12

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د غذايي بحران خبردارى ورکړ

تاند - ملګرو ملتونو پرون جمعه خبردارى ورکړ چې په افغانستان کې د غذايي موادو قحطي به ښايي ٧ مليونه خلک تر هغو له لوږې سره مخامخ کړي، چې د نورو تدارکاتو او پلانونو لپاره ٢٥٠ مليونه ډالره عاجلې مالي مرستې نه وي ترلاسه شوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام(WFP) وايي په ټوله کې ښځې او ماشومان له بېوزلۍ او لوږې سره زيات مخامخ دي او دا ستونزه د افغانستان د ٣٠ مليونه نفوس نژدې يوه ربع خلک ګواښي.

د لوږې دا خبردارى په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په راروان دوبي کې د جګړو د تېزېدو اټکلونه هم شوي دي.

په افغانستان کې د خوراک نړيوال پروګرام مشر لوويس امبلياو په يوه بيان کې وويل: ̋موږ دا خواست او اپيل کوو، چې ممکنه چانس راکړل شي، څو د خوراکي موادو د عرضې په برخه کې پرته خلا ليرې کړو̋

غنم د افغانستان له عمده محصولاتو دي، خو دغه هېواد هر کال ٥ اعشاريه دوه مليونه ټنه نورو غنمو ته اړتيا لري، دلته په درېيو کسانو کې دوه تنه په کافي اندازه خواړه نه لري او خپلې غذايي اړتياوې نه شي پوره کولاى.

افغان حکومت د روان کال په لومړيو کې ويلي وو، ښايي د ١ اعشاريه ٢ مليونه ټنه غنمو له قحطۍ سره مخامخ شي او ښايي له نورې نړۍ مرسته وغواړي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام دا اپيل په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې اړ خلک شکايت کوي چې د دې پروګرام زياتې مرستې په ولايتونو کې د ولايتي چارواکي او د ملکانو په نامه د ځينو کسانو ترمنځ وېشل کېږي او ډېره کمه برخه يې اړو خلکو ته رسېږي.

تاند ته داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې په ځينو ولايتونو کې د ولايت عالي رتبه مقامات د WFP په غذايي او نورو مرستو کې څرګنده ونډه غواړي او وايي که چېرې دا ونډه ورنه کړل شي، دغه اداره نه شي کولاى خپلې مرستې پر اړو خلکو ووېشي.

د ملګرو ملتونو د غذايي موادو پر کاروانونو بريدونه هم شوي دي. زيات اسيب پذيره خلک د افغانستان په ناامنو ولايتونو کې مېشت دي، چې ډېرو کليو ته يې د ناامنيو او د طالبانو د ګواښونو له کبله د ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو غذايي مرستې نه رسېږي او خلک په دغو سيمو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement