پوسټ کوډ ۴۲۱۱۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ وری ۱۳۹۰ ۱۲:۰۰

ناټو: په جلال اباد هوايي ډګر مو د طالبانو حمله ناکامه کړه

تاند ویب‍پانی- په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي، په جلال اباد کې یې پر خپله اډه د وسله والو مخالفانو حمله په شا وهلې او لږترلږه اووه تنه سخت دریځي یې وژلي دي.

د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف یوه ویاند جګړن ټیم جېمز نن وویل:وسله والو مخالفانو تېره شپه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په لمنه کې د دوی پر اډې د سپکو وسلو او راکټونو برید وکړ.

جګړن جېمز وویل چې حمله تېره شپه له دولسو بجو لږ وروسته پیل شوه خو د ناټو ځواکونو ته پکې هیڅ راز تاوان نه دی اوښتی.


د ننګرهار د امنیې قومندان علیشاه پکتیاوال وویل چې له حملې سمدستي وروسته پولیس د برید ځای ته ولېږل شول چې حمله کوونکي ونیسي.

پکتیا وال وویل چې پولیسو د حملې په ځای کې د اوو تنو مړي وموندل چې اوس په روغتون کې دي.

د ناټو او افغان ځواکونو چارواکو وايي چې له وژل شویو کسانو سره یې وسلې هم نیولي دي.

د ناټو مقامات وايي چې د مخالفو وسله والو له حملې وروسته د دوی هیلي کوپترو بمباري وکړه او ښايي په بمبارۍ کې دا اووه تنه وژل شوي وي.

په جلال اباد کې د ناټو اډه د دغه ښار په هوايي ډګر کې ده چې تېر کال هم ځانمرګو برید کوونکو پرې حمله کړې وه.

د تېر کال په حمله کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي وو.

د ناټو چارواکي وايي وروسته له دې چې طالبان د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې تر فشار لاندې راغلي اوس یې پام ختیځو ولایتونو ته اړولی دی.

طالبان: امریکايي پوځیانو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې حلک په تنګ کړي

طالبانو تراوسه پوري د جلال اباد د تېرې شپې د حملې په باب څه نه دي ویلي خو په یوه خبرپاڼه کې یې د لوګر په باب ویلي چې امریکايي پوځیانو له تېرو دوو ورځو راهیسي د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ په مختلفو کلیو او بانډو کې کور په کور تلاشي پیل کړې او عام خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په خبرپاڼه کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکايي پوځیانو د تلاشۍ په ترڅ کې ګڼ شمېر خلک په دې خاطر وهلي – ټکولي چې ولې دوی ته د طالبانو د ځایونو په باب مالومات نه ورکوي او ولې خپل زامن په اربکیو کې نه شاملوي.

د طالبانو د ویاند له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې همداراز ادعا شوې چې :«امریکايي پوځیانو پرون د څرخ بازارته ټولې ورغلې لاري وتړلې او خلک يي له موټر څخه کوزول او هرچا چې پګړۍ تړلې وه او ږيره يي درلوده هغه به یې له ځانه سره بيوه لاسونه به یې پرې تړل چې ترماښامه پوري د داسې خلکو تعداد ۱۷۶تنو ته ورسيد چې۵۰ تنه يي ناوخته راخوشي کړل او پاتې ۱۲۶تنه یې اوس هم له خارجيانوسره په نامعلوم جرم بنديان دي.»

طالبانو دا هم ویلي چې امریکايي پوځیانو په دې توګه هڅه کوي چې د طالبانو د پسرلنیو حملو مخه ونیسي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement