پوسټ کوډ ۴۲۰۳۶
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ وری ۱۳۹۰ ۱۲:۴۳

په مزارشریف کې د یوناما ۸ تنه کارکوونکي وژل شوي

د بلخ والي عطا محمد نور پرون له مظاهرو ورسته په يوه خبري غون?ه ک? خبريالانو ته وويل، چ? د حکومت وسلوالو مخالفينو له د? مظاهرو ?خه ??ه پورته ک?? او د يوناما پر دفتر ي? بريد ک?ي دي.

په مزار شریف کې پرون پاریدلو مظاهره چیانو دغلته د یوناما پر دفتر یرغل وروړ او د دې ادارې اته تنه بهرني کارکونکې یې ووژل.

په پېښه کې د ۴ افغانانو د وژل کیدو او ګڼو نورو د ټپي کیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د بلخ ولایت سیمه ایزو چارواکو ویلي، مظاهرې لومړۍ سوله ایزه بڼه لرله او د امریکا په یوه کلیسا کې د د قران پاک پر سوزلو د اعتراض په توګه وه، خو وروسته ځینې مظاهرچیانو د یوناما د دفتر له ساتونکیو نه وسلې واخیستې او مظاهره په تاو تریخوالې بدله شوه.

سیمه ایزو پولیسو ويلي، په وژل شويو بهرنیانو کې پنځه تنه د یوناما د فتر نیپالي ساتونکې و او درې تنه نور بهرني مامورین وو. دوی همداراز وايي د پېښې د دوو قربانیانو څخه سرونه پرې شوې دي.

د بلخ والي عطا محمد نور پرون له مظاهرو ورسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې د حکومت وسلوالو مخالفینو له دې مظاهرو څخه ګټه پورته کړې او د یوناما پر دفتر یې برید کړی دی.

د بلخ یو بل امنیتي چارواکي روف تاج ویلي هغه کس نیولی چې د یوناما پر دفتر د برید پلان يې طرحه کړی و.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري رسنیو ته ویلي، چې مظاهرچیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات او کابل په ګډون د افغانستان په ځینو نورو ښارونو کې هم د جمعې په ورځ د امریکا په یوه کلیسا کې د قران پاک پر سوزلو د اعتراض په توګه مظاهرې وشوې خونور يې سوله ایزې وې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement