پوسټ کوډ 41944
نیټه خپرول: دوشنبه 1 وری 139012:00

طالبانو په میدان وردګ کې د سرتیرو د جلب اجباري لړۍ پیل کړه

تاند- وسله والو طالبانو کابل ته په نږدې پراته ولایت میدان وردګ کې خلک مجبوروي چې له دوی سره ټوپک په لاس کې واخلي او د حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد په جګړه کې برخه واخلي.

له افغانستان څخه خپریدونکې ارمان ورځپاڼې نن د یو شمیر سرچینو په قول ادعا کړې چي طالبانو دغه کار افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو له لړۍ وروسته پيل کړی دی .

تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره یو شمیر سیمې له بهرنیو ځواکونو په یوازې سر افغان ځواکونو ته وسپارل شوې او دغه لړۍ لا هم پرمخ روانه ده .

ویل کېږي چې طالبان غواړي د خپلو جنګیالو د شمیرې د پوره کولو لپاره له سیمیزو خلکو د هغوی ځوانان د دریو دریو میاشتو لپاره د سرتیرو په توګه را ټول کړي.طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې طالبانو یو شمیر شرطونه د میدان وردګ ولایت په یو شمیر خلکو ایښې او هغوی ته یې ویلي هر هغه نارینه چې نکاح یې تړلې وي دا په دې مانا چې د کورنۍ د جوړیدو جوګه شوی وي باید د دریو میاشتو لپاره د طالبانو په لیکو کې وجنګیږي او که چیرته دغه کار ته نه چمتو کېږي نوباید اویا زره افغانۍ چې له څه باندي ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو سره برابریږي دوی ته د طالبانو د لیکو د پياوړي کولو لپاره تحویل کړي.

ورځپاڼې وویل چې د طالبانو د دغه اعلام وروسته ګڼ ځوانان له خپلو کورنیو سره یوځای د میدان وردګ له یو شمیر سیمو را فرار شوي او کابل او نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

راپورونه کاږي چې میدان وردګ ولایت کې د طالبانو پراخ ګروپونه را ټوکېدلي او هڅه کوي چې کندهار ته غزیدلې عمده اکمالاتي لاره تر ډيره بریده نا امنه کړي.

د میدان وردګ ولایت چارواکي د طالبانو له لوري په خلکو باندې د سربازۍ د اجباري کولو خبره هسي ګنګوسه بولي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي نن تاند ته وویل:(( طالبان په میدان وردګ کې دومره توان نه لري چې ځوانان په زور خپلو لیکو ته بوځي، او که چېرته یې په کومو کلیو کې دا کار کړی هم وي دا د دې څرګندويي کوي چې طالبان د جنګیالو له شدید کمښت سره مخامخ شوي او اوس هڅه کوي چې په زور ځوانان خپلو لیکو ته بوځي.))

دا په داسي حال کې ده چې تیر کال د ناټو ځواکونو ادعا کړې وه چې د خپلو عملیاتو پر مهال یې ډیر طالب جنګیالي د هغوی له قوماندانان سره یو ځای وژلي دي.

د طالبانو ډلې تر اوسه په دې باب خپل رسمي بیان ندی ورکړی.

په همدې حال کې همدا نن د کونړ له ولایت څخه طالبانو د افغان پولیسو د ۵۰ تنو سرتیرو د تښتولو ادعا کړي ده .

د کونړ امنیه قوماندان هم د یوشمیر پولیسو د تښتولو خبر منلی خو نورجزییات یې ندی ورکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement