پوسټ کوډ ۴۱۸۱۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۵ کب ۱۳۸۹ ۰۸:۴۲

دولتي ځواکونو د هلمند یوه ولسوالۍ له طالبانو ۷ کاله وروسته ونیوله

په هلمند کې افغان چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان پولې ته څېرمه د طالبانو او مخدرو موادو د قاچاقبرو لوی مرکز د دیشو ولسوالۍ یې په یو لړ عملیاتو کې نیولې او وسله وال طالبان یې پاکستان ته پسې اخیستي دي.

د دیشو ولسوالۍ مرکز بهرامچه له تيرواوو كلونو راهیسې د وسلوالو طالبانو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو په لاس کې وه.

که د هلمندي چارواکو دا ادعا تایید شي ، دا به وسله والو طالبانو ته چې په وروستیو څو میاشتو کې په هلمند، کندهار او کندوز کې ډېرې سیمې له لاسه ورکړي، یو بل ګوزار وي. بهرامچه د طالبانو لپاره نه یوازې له دې پلوه اهمیت لري چې له پاکستان سره د دوی د ارتباطي لارې په سر کې پرته ده بلکې له اقتصادي نظره هم اهمیت لري.

د هلمند مرستيال والي عبدالستاميرزكوال د سې شنبې په ورځ وویل، د تيرو دوو ورځو په عملیاتو کې یې د دیشو مرکز بهرامجه له وسله والو مخالفانو یو مخ پاک کړی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې باب څه نه دي ویلي او د هلمند د والي مرستیال عبدالستارميرزكوال هم ونه ویل چې د دې ولسوالۍ په عملیاتو کې څومره مرګ ژوبلې پېښې شوې دي .

خو هغه دا خبره وکړه چې د دې ولسوالۍ پر مرکز سربېره یې يو شميرنورې سيمې هم له وسلوالو طالبانوڅخه نيولي او يوشمير وسلې او مخدره مواد هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

میرزکوال وويل چې په دې عملياتوكې له بهرنيو ځواكونوسره افغان ځواكونه هم برخه لري خود مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات ورنه كړل.

ديشو ولسوالي له پاكستان سره ۱۶۳ كيلومتره ګډ پوله لري او د ښاغلي میرزکوال په وینا له همدې لارې د دولت مخاليفين هيواد ته وسلې راوړي اوپه عين حال كي د مخدره موادو قاچاقبرو په بهرامچه كې ډيرې لوی لابراتوارونه جوړ كړ ې وې .

مرستيال والي وويل چې په نيول شوو سيمو كې به دسرحدي ځواكونو دايمي پوستې جوړې كړي او پرانيستۍ سرحد به وتړي تر څو له دې لارې څخه شته ګواښونه له منځه ولاړشي.

وروستی خبر؛
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وویل چې له تير ماښام څخه په بهرامچه كې له بهرنيوځواكونو سره په جګړه بوخت دي چې په ترڅ كې يې د امريكايانو ۸ ټانكونه په ماينونو الوتي او په كې ۱۷ تنه سپاره بهرنيان وژل شوي دي.قاري یوسف احمدي د هلمند د والي د مرستیال د اعدا په باب څه نه دي ویلي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement