پوسټ کوډ ۴۱۷۵۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۹ کب ۱۳۸۹ ۱۰:۰۳

ډنمارک صدراعظم د افغانستان په اړه له ولسمشراوباما سره خبرې کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما راتلونکې اوونۍ (له یکشنبې وروسته) د ډنمارک له صدراعظم لارس لوییک راسموسن سره د افغانستان د کشالې په باب خبرې کوي.

له واشنګټن څخه د بېلابېلو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې اوباما غواړي چې له ډنمارکي صدراعظم ښاغلي راسموسن سره د هغو ستونزو او چلینحونو په باب خبرې وکړي چې نړۍ او دا دواړه هیوادونه په یو نه یو ډول ورسره مخامخ دي.

امریکا او ډنمارک دواړه په افغانستان کې ځواکونه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل : «دوی به د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د منځني ختیځ د حالاتو او د ژوند چاپېریالي مسایلو په باب خبرې وکړي.»

ده همداراز وویل، دواړه مشران به د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وویني چې د افغانستان د حالاتو په باب وږغېږي.

ډنمارک په افغانستان کې اووه نیم سوه (۷۵۰) پوځیان لري چې اکثره یې په نارام هلمند کې ځای پرځای دي. ډنمارکي پوځیان افغان پولیسو او د ملي اردو ځواکونو ته روزنه هم ورکوي.

راسموسن ،چې د ۲۰۰۹ کال په اپریل کې واک ته ورسېد، تېره اوونۍ افغانستان ته په نااعلان شوي سفر لاړ او هلته یې وویل چې له هلمند ولایت څخه په تدریجي ډول د ډنمارکي ځواکونو د ایستلو پلان یو حقیقت دی.

ټاکل شوې ده چې سږکال په هلمند کې د ډنمارک له اوو نیم سوو عسکرو څخه، چې د بریتانوي ځواکونو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي، دېرش تنه خپل هیواد ته ستانه شي.

همداراز له دې پلان سره سم په پام کې ده چې د ۲۰۱۲ کال په دوهمه نیمايی کې په افغانستان کې د ډنمارکي ځواکونو شمېر ۶۵۰ تنو ته راکم شي.

تراوسه پوري څلوېښت ډنمارکي پوځیان وژل شوي دي چې دا د هغوی کم شمېر ته په پام سره تر ټولو زیات تلفات دي چې د ناټو په چوکاټ کې د یوه هیواد ځواکونو ته په افغانستان کې اوښتي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement