پوسټ کوډ ۴۱۷۴۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۸ کب ۱۳۸۹ ۱۴:۰۷

جوبایډن به د روسيي له ولسمشر سره وګوري


 
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جو بایډن نن په مسکو کې د روسیې له جمهور رییس دیمیتري میدودیف سره ګوري.

سپینه ماڼۍ وایي، تمه ده چې د بایډن سفر به د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې لا پراخ کړې.

دواړه مشران به ممکن په اروپا کې د توغندېو د دفاعي سیستم په اړه هم خبرې وکړې.

مسکو له دغه پلان سره له مخالفت وروسته ویلې و، یوازي په هغه صورت کې به د توغندیو په دغه دفاعي سیستم کې برخه واخلي چې په کنترول کې یي هم شریک شي.

د ورځې په وروستیو کې به جو بایډن د روسیې څیړنیز مرکز، چې د امریکا له سلیکان درې سره سیالې کوي، هم وګوري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement