پوسټ کوډ ۴۱۷۱۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۷ کب ۱۳۸۹ ۰۸:۲۵

تاجکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د برېښنا پر انتقال ږغېږي

د تاجکستان ولسمشرپرون اسلام اباد ته ورسېد چې د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

له ولسمشرزرداري او نورو پاکستاني چارواکو سره د امام علي رحمان د خبرو اصلي موضوع به له تاجکستانه ، پاکستان ته د برېښنا پر انتقال راڅرخي.

ده ته تېره شپه د پاکستان له ولسمشراصف علي زرداري سره وکتل او د پاکستان یو مهم نښان یې وړرکړ.

له امام علي رحمان سره په دې سفر کې د تاجکستان د سوداګري شرکتونو استازي ملګري دي.

د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې رسمي مقاماتو وویل چې د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان د اقتصادي همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.


د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې ټاکل شوې ده چې د تاجکستان ولسمشرد پاکستان په درې ورځني سفر کې له ولسمشرزرداري او صدراعظم رضا ګیلاني سره وویني.

امام علي رحمان غواړي چې د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي او بندري ښار کراچۍ ته هم لاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تاجکستان له ولسمشر سره په دې سفر کې د دغه هیواد د پارلمان یوشمېر غړي او تجارتي استازي ملګري دي.دوی غواړي چې له پاکستان سره د اوبو د برېښنا، پانګونې، روغتیا، سوداګرۍ، سپورت او کرنې په برخو کې یو لړ موافقې وکړي.

پاکستاني مقامات وايي، د دغه هیواد له چارواکو سره د تاجک ولسمشر او نورو مقاماتو د خبرو په اجنډا کې پاکستان ته د تاجکستان د برېښنا د لېږدولو څو ملیارد ډالرې پروژه هم شامله ده.

د تاجکستان برېښنا به د قرغیزستان او افغانستان له لارې پاکستان ته ورسول شي.

یوه پاکستاني مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، دا پروژه لا د پلان په پړاو کې ده او دوی لا په دې برخه کې توقع نه لري چې کومه موافقه دې لاسلیک کړي.

ده په عین حال کې وویل، دا مسله له دې کبله چې پاکستان برېښنا ته اړتیا لري او کېدای شي په راتلونکي کې د پاکستان د انرژۍ د کمښت ستونزه لېري کړي، خورا اهمیت لري. 

پاکستان په وروستیو کلونو کې د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی او نه یوازې په صنعتي برخه کافي برېښنا نه لري بلکې په ښارونو کې یې هم په تېره بیا په دوبي کې د برېښنا پرچاوۍ زیاتې دي.په ځینو سیمو کې اتلس ساعته برېښنا پرچاو وي.

کارپوهان وايي چې د انرژۍ ستونزې د بیو له لوړېدو،انفلاسیون او ناوړه اقتصادي حالت سره یوځای د پاکستان ثبات ته لوی خطر پېښوی او هغه هم په داسي وخت کې چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو پولو کې د سخت دریځو له تاوتریخوالو سره مخامخ دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement