پوسټ کوډ 41710
نیټه خپرول: دوشنبه 16 کب 138913:56

په جلال اباد کې دوه پرله پسې چاودنې شوي

په جلال اباد ښار کې له غرمې مخکې دوه پرله پسې چاودنې وشوې چې شا اوخوا شل تنه په کې ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه چاودنې د جلال اباد ښار د عیدګاه جماعت څنګ ته شوي، د ده په خبره په لومړۍ چاودنه کې درې تنه او په دویمه چاودنه کې له لسو زیات کسان ټپیان شوي چې پولیس هم په کې شامل دي.

د جلال اباد روغتون ډاکترانو ویلي، تر اوسه روغتون ته ۱۹ ټپیان او یو مړي وروړل شوي.

وسله والو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement