پوسټ کوډ ۴۱۶۸۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ کب ۱۳۸۹ ۱۴:۲۳

د هلمند د مرکزي زندان څخه ۲۶ تنه زندانیان خوشې شوي

د هلمند ولايت د لښكرګاه د مركزي زندان څخه شپږويشت تنه زندانيان خوشې شوي دي او د شپيتو تنو نور د زندان موده راكمه شوی ده.

د هلمند والي رسنيو ته ويلي دي، چې دغه زندانيان د ولسمشر حامد كرزي د هغه فرمان له مخې خوشيې كيږي چې د نبي كريم (ص) د مبارک ميلاد په خاطر يي وركول شوي دي.

په زندان كې د شپيتو تنو زندانيانو په بند كې د دريو مياشتو نه تر دوه نيم كالو پورې كمښت راغلى دى.

د لښكرګاه په مركزي زندان كې اته سوه او شل تنه زندانيان شته چې شپږ يي ښځې او څلور نور يي ماشومان دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement