پوسټ کوډ ۴۱۶۸۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ کب ۱۳۸۹ ۱۲:۰۰

په پکتیکا کې ۱۲ تنه ملکیان د ماین په چاودنه کې وژل شوي

په پکتیکا ولایت کې د سړک غاړې د مین په چاودنه کې نن سهار دولس تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیکا والي محب الله صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پېښه د دې ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې شوې او په وژل شوو کې دوه ښځې او پنځه تنه ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې ویل شوي، چې د دې پېښې قربانیان ټول د دوو کورنیو غړي دي چې د پاکستان له کوټې څخه د پکتیکا مرکز شرنې ته روان وو.

ولسمشر کرزي هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا مین ښخول سخت غندلي او دا یې د اسلام او انسانیت ضد عمل بللی دی.

لا تر اوسه کومې ډلې د دې مین ښخولو مسوولیت نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement