پوسټ کوډ ۴۱۶۱۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۱ کب ۱۳۸۹ ۱۲:۳۶

په کونړ کې د نړېوالو ځواکو د عملیاتو پر ضد مظاهره وشوه

په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې نن په لسګونو کسان واټونو ته راووتل او د دا ډول عملیاتو د بندولو غوښتنه یی وکړه.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال چی دغه مظاهره یې له نږدې څارله وایي، چې مظاهره کوونکی د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وو.

راپورونه وایي، چې تیره ورځ نړیوالو ځواکونو د ماڼوګۍ په ولسوالۍ کې په هوایي بمبارۍ کې چې په یوه غره یې کړې، نهه ماشومان وژلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان، خلیل الله ضیایي ازادي راډیو ته وویل، وژل شوي کسان چې عمرونه یې تر دیارلسو کلونو پورې وو د ښوونځي زده کوونکي وو.

له دې مخکې نړیوالو ځواکونو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې، نږدې پنځه شپیته تنه ملکي وګړي وژلي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement