پوسټ کوډ ۴۱۵۳۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ کب ۱۳۸۹ ۱۲:۰۰

د لطف الله مشعل د څرګندونو په وړاندې د پاکستان عکس العمل

تاند - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هغو تورونو په وړاندې محتاط عکس العمل ښکاره کړ چې دې هیواد ته په سلو کې تر نوي فیصدو زیات ځانمرګي له پاکستانه ورځي.

د افغانستان د ملي امنیت یا استخباراتو ادارې ویاند لطف الله مشعل پرون  په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانستان ته په سلو کې نوي فیصده ځانمرکي له پاکستان څخه افغانستان ته صادرېږي.

ښاغلي مشعل دا خبره وروسته له دې وکړه چې په وروستیو څو اوونیو کې د ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې په سلګونو افغانان ووژل شول.

ښاغلي مشعل دا هم وویل چې ډېر کم شمېر افغانان ځانمرګي بریدونه کوي او کوم افغانان چې انتحار کوي ، هغوی هم په پاکستان کې روزل شوي او تنظیم شوي وي.

مشعل د لشکر طیبه او د حقاني شبکې یادونه وکړه او ویې چې دوی خانمرګي روزي او بیا یې د افغانانو د قتال لپاره افغانستان ته رالېږي.

مشعل د دوو پاکستانیانو په ګډون درې تنه خبریالانو ته وښودل چې د نوموړي په وینا په تیرو دوو اونیو کې په خوست، کندهار او لغمان ولایتونو کې یې د ځان وژونکو حملو هوډ درلود خو ژوندي نیول شوي دي.

درې واړو نیول شوېو کسانو چې د پاکستان د میرانشاه، پېښور او د کندهار ښار اوسیدونکي ول په خپلو سیمه ییزو لهجو خبرې وکړې.

د کندهار ښارد نهمې ناحیې اوسیدونکی ۱۹ کلن غمي چې په جانان مشهور دی، خوښي څرګنده کړه، چې ژوندی دی او اوس په ښه وضعیت کې ژوند کوي:«زه دلته خوښ یم او ۵ وخته لمونځ په جماعت کوو او د ژوند ټولې اړتیاوې راپوره کړي دي.»

مشعل وویل، اقتصادي ضعف یو له هغو عواملو څخه دی چې له امله یې تنکي ځوانان ځانوژونکو حملو ته مخه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تهمینې جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د تور په غبرګون کې وویل چې دا په دې اړه اوس څه نه شي ویلی ځکه چې په دې باب مالومات نه لري.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې په عین حال کې وویل چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شوې دي او اوس مناسبه نه بولي چې د غیرمسوولانه څرګندونو په خاطر د دوو هیوادونو اړیکو ته زیان واړوي.

هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت اوس په ښه حالت کې دي او باید هڅه وشي چې لا ښې شي.

پرون د افغانستان دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردک، چې امریکا ته تللی، وویل چې د پاکستان همکارۍ سبب شوي چې د طالبانو په وړاندې زیات پرمختګونه وشي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement