پوسټ کوډ ۴۱۵۲۸
نیټه خپرول: شنبه ۷ کب ۱۳۸۹ ۱۴:۱۳

ایساف:په کندهار کې مو د طالبانو یو مشر نیول دی

د ایساف ځواکونه وايي، چې په کندهار ولایت کې يي د وسلوالو طالبانو یو مشر نیولی دی.

د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د وسلوالو طالبانو مشر له څو ملګرو سره د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو پوځي عملیاتو کې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

ویل کیږي، چې د وسلوالو طالبانو دغه مشر د پاکستان له چمن سیمې څخه افغانستان ته ستون شوی او د افغان او ايتلافي ځواکونو په ضد يي وسلوال بریدونه کول.

د یوه بل خبر له مخې د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست وايي، چې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو يوځي عملیاتو کې پنځه وسلوال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.

د فراه د ملي امنیت رييس جنرال عبدالصمد ازادۍ راډیو ته ویلي، چې دغه عملیات د فراه ولایت د خاک سفید په سیمه کې شوي.

د نوموړي په وینا نیول شوېو کسانو به تروريستي فعاليتونه کول، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement